د بهرنيو وګړو د ويستلو هڅې روانې دي٬ 199 كسان سوډان څخه جدې ته راورسيدل٬ سعودي چارواكي

اسلام آباد۔25اپریل (اے پی پی) له سوډان څخه د بهرنیو وګړو ویستلو لپاره د سعودي عربستان هڅې روانې دي٬ د نهې په ورځ ګڼ شمېر كسان ساحلي ښار جدې ته راورسېدل۔ په اسلام اباد کښې د سعودي سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې جدې ته د رسېدلو كسانو شمېره 199 ته رسېدلې چې په کښې د سعودي عربستان، امریکا ٬ برطانيه ٬ سويډن ٬ اطاليا ٬ قطر ٬ سوريه ٬ هالېنډ ٬ عراق ٬ تركيه ٬ تنزانيه ٬ لبنان او ليبيا وګړي شامل دي۔ ده ووئيل تر اوسه له سوډان څخه ويستلې شويو 356 كسانو كښې د 101 تعلق سعودي عربستان او د 255 نورو 26 هېوادونو سره دے۔ ده ووئيل چې د دوئي هېواد به خپلو خپلو هېوادونو ته روانېدو لپاره بهرنيو وګړو لپاره ضروري آسانۍ برابروي۔