سپيکر مير جان محمد خان جمالي د پرويز خټک د ميرمنې په مړينه خواشيني وښودله

كوئټه 25 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر مير جان محمد خان جمالي د خېبرپښتونخوا پخواني وزيراعلی او د تحريك انصاف لارښود د مېرمنې په مړينه خواشيني ښودلې ده۔ په خپل بيان كښې ده د پروېز خټك كورودانې په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔