د خيبر پښتونخوا نګران حكومت د سوات كبل چاؤدنې پلټنيو له دوه كسيزه كميټي جوړه كړه

پېښور ۔25 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران حكومت د سوات كبل چاؤدنې پلټنيو له دوه كسيزه كمېټي جوړه كړې ده۔ داخله سېكتر عابد مجيد او ډي آئي جي سپېشل برانچ ثاقب اسماعيل مېمن به د پېښې پلټنې كوي۔ کمېټۍ ته زر تر زره پلټنې بشپړ كولو سره د رپورټ وړاندې كولو هدايت شوے دے٬ په دې اړه د جاري شوي نوټيفكېشن له مخې كمېټي به د پېښې ځايې څخه د ترلاسه شويو شواهدو جاج اخلي۔ دغسې كمېټۍ ته د ټولو اړخونو د پلټنيو كولو هدايات هم جاري كړې شوي دي۔