جامشورو ته نزدې د مسافر بس ژورې كندې ته د پريوتو پيښه ٬ 4 كسان مړه ٬ 23 ټپيان

حېدرآباد۔ 24 اپرېل (اے پی پی) په جامشورو كښې په انډس هائي وے د بس اپوټه كېدو سره ژورې كندې ته د پرېوتو پیښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 23 نور ژوبل شوي دي۔ د اېدھی ذريعو له مخې ماسپخين دوه نيمې بجې جامشورو څخه سهون ته تلونكې بس ټوړھی پھاټک ته نزدې اپوټه كېدو سره ژورې كندې ته پرېوتو چې په نتيجه كښې يۍ څلور كسان مړه او 23 نور ژوبل شول كوم چې د اېدھی اېمبولنسز د لارې د مانجھند او جامشورو روغتونونو ته رسولې شوې دي۔