
مکة المکرمة 23 اپرېل (اے پي پي) د سعودي داخله وزير شهزاده عبدالعزيز بن سعود وئيلي دي چې د روژې مباركې په مياشت كښې سږ كال 25 فيصده زيات كسان عمرې له راغلي۔ د سعودي ورځپاڼې له مخې داخله وزير دا خبره تېره ورځ د وزارت لوړ پورو او امنتي كمانډرانو سره د ملاقات په مهال كړې۔ په دې موقع داخله وزير دې پلو پام راوګرځولو سره ووئيل چې د سعودي اعلٰې قيادت پرله پسې تاكيد كړے دے چې ھغه ټول اقدامات دې وكړے شي چې ورسره زيارت كوٶنكي عمره٬ او حج سهولت او اطمينان سره وكړې شي۔