صدر مملکت سره د واړه اختر په موقع د سفيرانو پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو تعلق لرونكو شخصياتو سره وليدل

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي سره د واړه اختر په موقع د سفيرانو پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو تعلق لرونكو شخصياتو سره ليدلي۔ د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې متعين د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو٬ پارلماني غړو٬ د سول سوسائټۍ نوموړو شخصياتو او د ايوان صدر عملے او د دوي د كورنيو پشمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو نوموړو شخصياتو په ايوان صدر كښې د عيد ملن پروګرام په موقع صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره ملاقات كړې او دوي له ئې د كوچني اختر مباركي هم وركړې۔ په دې موقع صدر مملکت د مېلمنو تود هركلے وكړو۔ سفيرانو سره د ملاقات په مهال وړومبۍ مېرمن ثمينه عارف علوي هم موجود وه۔ په دې موقع د مېلمنو خوږو او نورو خوراكونو سره مېلمستيا هم وكړې شوه