
پېښور 22 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د كوچني اختر په موقع قام له د مباركۍ خپل پېغام كښې وئيلي دي چې هېواد ته د رامخې ته موجوده وضعې نه بهر كولو لپاره درګرز ته اړتيا ده، لوي څښتن به مونږ د دې ازمېښتونو نه خلاص كړي۔ خپل پېغام كښې ده ووئيل چې ټولو پاكستانيانو له د تعميري سوچ٬ يوالي او پرله پسې خوارۍ سره خپل د لاسه وركړې شوې منزل ته رسېدل دي۔ ده د اختر په خوشحالو كښې د اسلامي نړۍ د اجماعيت او د وروولۍ څرګندونه هم وكړه۔ ۔ ده ووئيل د ټولنې بې وسه كورنۍ دې خپلو خوشحالو كښې شريكې كرې شي او د خوشحالۍ په دې موقع د پاكستان پرمختګ٬ خوشحالۍ او امن لپاره دې خاص دعاګانے وكړې شي٬ زمونږ هېواد زمونږ شناخت٬ سوله ايز پاكستان او سوله ايز خېبرپښتونخوا د پرمختګ او خوشحالۍ ضامن دے