
پېښور 22 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا لنډمهاله وزيراعلي محمد اعظم خان ټول قام په خاص توګه د صوبي اولس او سمندري پوې پاكستانيانو له د واړه اختر مباركي وركولو سره وئيلي دي چې كوچنۍ اختر د لوي څښتن لخوا مسلمانانو له ديوه عظيم ډالۍ ده كومه چې د روژې مياشت د روژو او نورو عبادتونو په صله كښې راكړې شوې ده په دې چې مونږ د خپل رب څومره هم شكر ادا كړو كم دے ۔ د كوچني اختر مناسبت سره خپل پېغام كښې لنډمهاله وزيراعلٰې چې واړه اختر اسلامي نړۍ كښې د اجتماعيت او يوالي سوچ پېدا كوي او نن د قام او ملت په حېث مونږ له اجتماعيت او يوالي ته اړتيا ده۔ ده ووئيل چې اختر د شريكې مېنې٬ ورورولۍ او اتحاد هم پېغام دے۔ده په دې موقع د خوږ هېواد سلامتيا٬ امن ٬ پرمختګ او خوشحالۍ لپاره دعام هم وكړه۔ وزيراعلي په دې موقع د هېواد په پولو تعينات د امنيتي ځواكونو ځوانانو له هم د كوچني اختر خاص مباركي وركړه