کانسټيټيوشن اېپ يو اختراعي آئيډيا ده، آئيډيا به حقونو او د فرائض تر سره كولو په اړه اولس كښې شعور بېدارولو كښې مهم كردار ادا كړي۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي کانسټيټيوشن اېپ يو اختراعي آئيډيا ده كومه چې به د وګړو په حېث د دوي د حقونو او د فرائض په تر سره كولو په اړه اولس كښې شعور بېدارولو كښې مهم كردار ادا كړي۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د آئين علم لرل به په خاص توګه ځوانانو كښې د آئيني چارو په اړه د زياتې باخبره اولسي مباحثې او د اونرشپ سبب وكرځي