کوئټه۔20اپریل(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير عبد القدوس بزنجو د خزانې څانكې ته د بلوچستان پوهنتون استاذانو او عملې ته تنخاګانې وركولو له د مطلوب فنډ زر تر زره اجراﺀ كولو هدايت وكړو۔ وزيراعلی د پوهنتون استاذانو او عملې ته اختر څخه وړاندې د تنخاګانو وركول باوري كولو هدايت هم وكړو۔ ده د پوهنتون د تنخاګانو مسئلې په مستقل بنيادونو حل كولو له د كالجونو سېكتر په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړه كومه به چې اختر څخه وروستو غونډه كولو سره د دې مسئلې مستقل حل له سفارشات وړاندې كړي۔ كمېټي به تنخاګانو لپاره د فنډز د اجراﺀ او ادائيګۍ عمل نګراني هم كوي او دا خبره به باوري كوي چې دا فنډز به يوازې د تنخاګانو او پنشن په مد كښې مصرف كولې شي۔