د بلوچستان وزيراعلی د ډزو په پېښه كښې د نواب اسلم خان رئيساني ګارډ په حق رسېدو د افسوس څرګندونه وكړه

کوئټه۔20 اپرېل(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير عبد القدوس بزنجو د كوئټې په رئيساني روډ د نامعلومه وسله والو په ډزو د پخواني وزيراعلی نواب اسلم خان رئيساني ګارډ بولان مېنګل په حق رسېدو د افسوس څرګندونه وكړه۔ د وزیراعلیٰ ھاؤس څخه د جاري شوي بيان له مخې د بلوچستان وزيراعلی د ډزو پېښې غندنه كولو سره د سيمې امن باوري كولو له د فول پروف امنيت له د انتظاماتو كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د غم په دې وخت كښې مونږ غمجنې كورنۍ سره يؤ۔ وزیر اعلی د ارواښاد لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔