په سري نګر جمو ستره لار د خاورو كمر رالوېدو پېښې په نتيجه كښې دوه تنه مړه شوي

سري نګر 20اپرېل(اے پی پی)په سري نګر جمو ستره لار د خاورو كمر رالوېدو پېښې په نتيجه كښې دوه تنه مړه شوي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې پلوامه اولسوالۍ سره تعلق لرونكي دوه كسان مقصود احمد او نويد احمد هغه مهال په حق ورسېدل كله چې په ستره لاراپ ډګډول سيمې ته نزدې د هغوي ټرك د يو لويې كاڼي لاندې راغلو۔