مكه مكرمه 20اپرېل(اے پی پی) مسجد الحرام كښې تېره شپه په تراويح كښې د قرآن پاك ختم وشو چې پكښې 25 لكه مسلمانو ګډون وكرو۔د سعودي خبري اژانس له مخې تېره ورځ د الحرمېن الشريفېن انتظاميې لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې مسجد الحرام كښې د قرآن پاك ختم وشو په كوم كښې چې نزدې 25 لكه مسلمانانو ګډون وكړو۔ انتظاميې وئېلي چې د لكھونو په شمېر ځايي وګړو٬ سعودي عربستان كښې مېشته بهرنيو وګړو او بهر هېوادونو څخه راغلې زائرينو سهار څخه مسجد الحرام ته تلل پېل كړل ٬ دغه كېفيت په مسجد نبوي كښې هم وليدلے شو۔ انتظاميې وئيلي چې لويې شمېر زائرينو ته آسانۍ وركولو له بشپړه خذمات وړاندې كولې شي۔ ۔د يادنې وړ ده چې حرمين الشريفين ته راتلونكو او دې څخه تلونكو لپاره جلا جلا دروازے مقرر كړې شوې دي