پېښور٬د رېلوے مستحق ملازمانو له د الخدمت فاؤنډېشن لخوا رمضان پېكج وركړے شو

پېښور 19اپرېل(اے پی پی) پاكستان رېلوے پیښور صدر كښې د الخدمت فاؤنډېشن لخوا د رېلوے مستحق ملازمانو لپاره د رمضان پیكج وركولو دستوره وشوه۔په دستوره كښې د پاكستان رېلوے پیښور ډويژنل سپرنټنډنت ناصر خليلي او د الخدمت فاؤنډېشن صدر خالد وقار او نورو ذمه وارو ګډون كولو۔د رېلوے ملازمانو د الخدمت فاؤنډېشن واكدارانو لخوا د مستحق ملازمانو په خيال ساتلو مننه وكړه۔په آخر كښې د پاكستان رېلوے ډويژنل سپرنټنډنټ ناصر خليلي د الخدمت فاؤنډېشن او د دغې دذمه وارو د پاكستان رېلوے او خپلې خوا مننه وكړه۔په دې مهال ده له خپلې خوا هم د مستحقينو سره مالي مرسته وكړه۔