په هند كښې د كورونا وائرس نور 10 كيسونه رامخې ته شول٬ د فعاله كيسونو شميره 63 زره 500 ته ورسيده

نوے ډيلے ۔19اپرېل(اے پی پی) په هند كښې د كورونا وائرس نور 10 كېسونه رامخې ته شوي دي چې ورسره د فعاله كېسونو شمېره 63 زره 562 ته رسېدلې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د هند د روغتيا وزارت لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شويو شمېرو له مخې د كورونا د لاسه د نورو 38 كسانو مړه كېدو سره د مړو مجموعي شمېره زياتېدو سره 5 لکه 31 زره 190 ته ورسېده۔