خرطوم ۔19اپرېل(اے پی پی)د سوډان روغتونونو او روغتيايي مرکزونو له نړيوالې ټولنې څخه د ټپيانو ژوند بچ كولو له د مرستې غوښتنه کړې ده۔ د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې په سوډان کښې د روانې جګړې په پایله کښې د پلازمېنې خرطوم او شاوخوا ښارونو روغتونونه له ټپیانو ډک شوي چې له امله یې د ټپیانو ژوند بچ كولو له د مرستې غوښتنه شوې ده۔ د تازه خونړۍ نښتې څخه وروستو د سوډان مېډيكل اېسوسي اېشن وئيلي دي چې په هېواد کښې بشري وضعیت خراب شوے نو ځكه نړیواله ټولنه باید د ټپیانو د ژوند بچ كولو له مداخله وکړي۔ اېسوسي اېشن په ډاګه كړه چې د نړيوالو ادارو د كار كولو صلاحيت د لارو پرانستلو سره تړلے دے ٬ دې لپاره به نړيوالو ادارو له دواړو فريقو سره خبره كول وي۔ اېسوسي اېشن زياته كړه چې نړيواله ورورولي دې په روغتونونو كښې د برېښنا د تعطل ستونزې هوارولو كښې هم د سوډان مرسته وكړي۔