تهران ۔19اپریل (اے پی پی) د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي خبرداری ورکړې چې د ایران په ضد د اسرائیلو د هر ډول احتمالي پوځي اقدام په نتیجه کښې به تل ابیب او حیفا ښارونه لمينځه لاړ شي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې ابراهيم رئيسي دا دړكه د ايران د وسله والو ځواكونو كلنې ورځې په موقعه په رسمي ټي وي نېغه په نېغه خپرېدونكې يوه دستوره كښې وركړه۔ ده ووئيل چې دښمن په تېره تېره صهیونی حکومت په دې پوه شوې چې د ایران په ضد د هر کوچنی اقدام به سخت غبرګون رامخې ته كېږي كوم به چې د اسرائیلو د حیفا او تل ابیب د ښارونو د ویجاړېدو سبب وګرځي۔ ایران يو شمېر ځله په اسرائيل د ايراني جوهري تنصيباتو او سائنسدانانو د هدف جوړولو تور لګولې۔ بلخوا اسرائيل په ايران د جوهري وسلو د جوړولو هڅو كولو تور لګولے دے كوم چې ايران مسترد كړے دے۔ اسرائيل څو څو وارې ايران ته خبردارې وركړې چې كه د ايران د جوهري پروګرام مخنيوي له سفارتي هڅې ناكامه شوې نو دا مقصد ترلاسه كولو له به اسرائيل پوځي كارروائي كوي۔