رياض 18 اپرېل (اے پي پي) د عرب اتحادي ځواكونو وياند برېګيډيئر جنرال ترکي المالکي وئيلي دي چې د جنګي بنديانو د تبادلې په لړ كښې 104 حوثي بنديان په بشري بنياد خوشې كړې شوې دي چې مقصد ئې د سياسي حل په پلو پېش قدمي او د يمن مسئلې ختمول دي ۔ خپل بيان كښې وياند ووئيل د جنګي حوثي بنديانو خوشې كول د نړيوال رېډ كراس په مرسته شوي۔ بلخوا عرب هېوادونو او تنظيمونو د يمن حكومت او د حوثيانو ترمېنځه د بنديانو د كاميابه تبادلې ستائنه كړې ده