ملګري ملتونه 18 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش د شمالي كوريا لخوا د بېن البراعظمي بېلسټك ميزائل د تجربې غندنه كړې ده۔ د فرانس خبري اژانس له مخې شمالي كوريا په دې وروستيو كښې د ميزائل دې تجربه كښې دا ادعا كړې وه چې دا د بېلسټېك ميزائل تجربه وه۔ د ملګرو ملتونو دوهم عمومي سېكتر خالد کھياري تېره ورځ په سلامتي كونسل كښې ووئيل چې عمومي سېكتر د شمالي كوريا څخه مطالبه كړې ده چې ھغه دې په سمدستي توګه د نور عدم استحكام پېدا كوٶنكو اقداماتو څخه ډډه وكړي او د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې دې خپلې نړيوالې ذمه وارۍ ترسره كولو سره دې جزيزه نما كوريا د اتومي وسلو نه پاكولو لپاره بيا مذاكرات پېل كړي۔