اټاليه په يو اے اي د وسلې خرڅولو بنديزونه ختم كړل

روم 18 اپرېل (اے پي پي) اټاليه په متحده عرب امارات (يو اے اي) د وسلې خرڅولو بندېزونه ختم كړي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د اټاليه د كابينې غونډې نه پس په يو بيان كښې وئيلي شوې دي چې دا پرېكړه د يو اے اي لخوا په يمن كښې د استحكام او په بيا رغونه كښې مرسته كولو لپاره د هلو ځلو له امله شوې ده۔ د يادونې وړ ده چې اټاليه په يمن كښې د امن بحالۍ او د بشري حقونو د تحفظ په نامه جنوري كال 2021 كښې په سعودي او يو اے اي توغندي خرڅول بند كړي وو۔