د ايران صدر ابراهيم رئيسي باچا سلمان ته د تهران دورې بلنه وركړه

تهران 18 اپرېل (اے پي پي) د ايران صدر ابراهم رئيسي د سعودي عربستان فرمانروا باچا سلمان بن عبدالعزيز ته په باضابطه توګه د تهران دورې بلنه وركړې ده۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د ايران خارجه وزارت وياند ناصر کنعاني تېره ورځ د خبري كنفرنس په مهال وئيلي دي چې د ايران صدر د باچا سلمان بن عبدالعزيز لخوا د رياض دورې د بلنې په ځواب كښې د ايران دورې كولو بلنه وركړې ده ۔ د ايران خبري اژانس له مخې د دواړو هېوادونو تكنيكي پلاويو خپل سفارتي مشن په باضابطه توګه بيا پرانستلو لپاره تيارۍ پېل كړې دي۔ تهران وئيلي دي چې دا مشن به د مئي تر 9مې نيټې خپلې هلې ځلې بيا پېل كړي۔ د يادونې وړ ده چې په مارچ كښې د چين په ثالثۍ كښې د شوې لوظنامې نه پس ايران او سعودي عربستان اووه كاله پس خپلو سفارتي اړيكې بحالولو ته سلا شوي۔