د ارواښاد مفتي عبدالشكور خذمات به تل ياد ساتلې شي۔ګورنر حاجي غلام علي

پېښور 17 اپریل (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د نګران صوبائي وزيرانو سره د مفتي محمود د پېښور مركز دوره وكړه او د ارواښاد مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشكور بخښنې لپاره فاتحه خوانۍ كښې ګډون وكړو د او د ارواښاد لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔د ګورنر سره نګران وزيرانو كښې منظور آفريدي٬ ساول نذیرایډوکیټ،شفیع اللہ، عبدالحلیم قصوریه، فضل الهی، محمدعلی شاہ باچا، شیراز باچا، پیرہارون شاہ او ملك مهر الهي نه علاوه د پېښور ميئر حاجي زبير علي٬د تحصيل چيئرمېن هارون صفت هم وو۔ګورنر او نګران صوبائي وزيرانو په دې موقع د عبدالشكور ديني٬سياسي٬سماجي٬تدريسي او په خاص توګه د ضم شويو ضلعو اولس لپاره خذمات وستائېل او وې وئېل چې د ارواښاد خذمات به تل ياد ساتلې شي