د قومي او صوبائي اسمبلو ټول ټاكنې دې په يوه ورځ وشي، د وخت نه وړاندې ټاكنو كولو مقصد نواز شريف ټاكنو څخه بهر ساتل دي٬ وفاقی وزیر میاں جاوید لطیف

اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) وفاقي وزير ميا جاوېد لطيف وئيلي دي چې د قومي او صوبائي اسمبلو ټول ټاكنې دې په يوه ورځ وشي، د وخت نه وړاندې ټاكنو كولو مقصد نواز شريف ټاكنو څخه بهر ساتل دي۔د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل له اوسنيو حالاتو داسې ښکاري چې د يو تن په ضد كولو د هغه د ټاكنو كولو خواهش ترسره كولې شي حال دادې چې د قومي او صوبائي اسمبليو ټاكنې بايد په يوه ورځ وكړې شي۔ ده ووئيل د وخت نه وړاندې ټاكنو كولو مقصد نواز شريف ټاكنو څخه بهر ساتل دي۔ ده ووئيل چې نواز شريف په 2002، 2008 او 2018ء كښې د ټاكنو نه بهر ساتلې شوې وو اوس په 2023 كښې هم همدغه خواهش لري۔ ده ووئيل سترې عدليې بايد د هغو كسانو په ضد ازخود نوټس اخستې وې كومو چې پاكستان غرق كړے٬ ده ووئيل مونږ هيڅكله دا تور نه قبلوؤ چې مسلم ليګ (ن) ټاكنې نه غواړي۔ده زياته کړه چې کومو شخصيتونو په تېرو وختونو کښې له خپلو ادارو څخه په دې برخه کښې کار اخېستى، يوازې د هغوى ادارې د هغوي حساب كولې شي٬ که داسې وشي، په هېواد کښې به 80 فيصده سوله راشي۔ ده ووئيل د کچې ډاکوانو څو سوه کسان لوټ کړل، د زمان پارک ډاکو د پاکستان د هر کور مجرم دی۔ د داسې یو تن سره څنګه مذاكرات كېدې شي ؟