د سندھ وزيراعلی ټنډوالهيار ته نزدې په ترافيكي پيښه كښې په ځاني زيان د افسوس څرګندونه

کراچی۔17اپریل(اے پی پی) د سندهـ وزيراعلی سيد مراد علي شاه ټننډوالهيار ته نزدې د کوچ او موټر سائيکل په پيښه کښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه کړې او ضلعي انتظاميې ته يې هدايت کړي چې ژوبل کسان په سمدستي توګه روغتون ته منتقل كړي۔ د اعلاميې له مخې د سندھ وزيراعلی ووئيل چې زياتره پېښې د تند رفتارۍ له امله رامخې ته كېږي۔ ده ټرانسپورټ حضراتو ته تند رفتارۍ څخه د ډډې كولو هدايت وكړو دغسې چې د اختر خوشحالۍ په غمونو كښې بدلې نه شي۔