دوحه۔17اپرېل (اے پی پی) نړیوالې هوایی كمپنۍ قطر ايئر وېز د خرطوم نړیوال هوایی ډګر بندېدو له امله سوډان ته خپلې الوتنې منسوخ كړې دي۔ د بريتانيا خبري اژانس د راپور له مخې، قطر ايئروېز تېره ورځ اعلان وكړو چې هغې د خرطوم نړيوال هوايي ډګر د تړل کېدو له امله سوډان ته خپلې الوتنې منسوخ كړې دي۔ د يادونې وړ ده چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د سوډان د انتقالي حکومت مشر جنرال عبدالفتاح البرهان د وفادارو پوځي يونټو او د نيم رېپډ سپورټ فورسز ترمينځه نښتې روانې دي۔