د مذهبي چارو وفاقي وزير عبدالشكور ديني او سياسي خذمات به تل ياد ساتلې شي۔د بلوچستان وزيراعلٰی د غمرازۍ څرګندونه

كوئټه 16 اپرېل (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو د مذهبي چارو وفاقي وزير مولانا عبدالشكور په ټرافېكي پېښه كښې په حق رسېدو غم او د افسوس څرګندونه شوې۔د بلوچستان وزيراعلٰی د غمرازۍ په پیغام كښې ووئيل چې مفتي عبدالشكور يو نوموړې عالم دين او مخالص انسان وو۔د ارواښاد ديني او سياسي خذمات به تل ياد ساتلې شي۔د بلوچستان وزيراعلٰی د ارواښاد كورنۍ سره غمرازي او يو والي څرګندونه كولو سره دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي