سوډان كښې نښتي ، 25 كسان مړه ،183 ژوبل ، سعودی، امریكې او د امارات خارجه وزيرانو رابطه

خرطوم 16 اپرېل (اے پي پي) د سوډان پیراملټری ریپډ سپورټ فورس (آر ایس ایف) د صدارتی محل، آرمی چیف كور او پايه تخت خرطوم نړيوالي هوائي اډے كنټرول سنبھالولو ادعا كړې ده دغسې پوځ وئيلي چې مونږ ځوابي كاروائي كوو د كومي په نتيجه كښې چې 25 كسان مړه او 183 ژوبل شوې دي۔اېس پی اے له مخې سعودی عرب، امریكا او متحده عرب امارات خارجه وزيرانو په شريكه ډول رابطې په مهال د سوډان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كري۔بل پلو آر اېس اېف د پوځ د اړخه د وړومبي بريد كولو تور لګولو سره وئيلي چې شمالی ښار میرو او لويديز ښار الابض په هوائي ميدان هم قبضه شوې ده۔د سوډان ډاكټرانو يو تنظیم له مخي نښتو كښې كم از كم 25 كسان مړه او 183 ژوبل شوې دي خو ډلي د دې تعین كولو څخه قاصر دي چې ټول عام وګړي مړه شوې دي۔