هند كښې د مسافرو بس پېښي سره مخ شو،12 كسان مړه

نوې ډيلے 15 اپرېل (اے پي پي) د هند لويديز رياست مهاراشټرا كښې د مسافرو بس پېښي سره مخې شوې چې په نتيجه كښې ئې 12 كسان مړه او 25 ژوبل شوې دي۔د چین خبررسني ادارې له مخې يو ځائې پولیس اهلكار میډیا ته ووئيل پونے ښار د پمپل ګوراو سيمي څخه ګورګاؤں پلو روان د مسافرو يو بس ضلع رائے ګړھ سره نزدې ژوري كندې ته پريوتې چې په نتيجه كښې ئې 12 كسان مړه او 25 ژوبل شوې دي۔ده ووئيل ځائې پوليس او ریسكیو مړه او ژوبل كسان نزدرې روغتون ته رسولې دي۔ده ووئيل ځائې پوليس د پېښي سبب معلومولو لپاره پلټڼي كوي۔