د پېښور پوهنتون د اوږدې مودي په بندولو تشوېش لرو،په دې مسئله مونږ نور خاموش نه شو پاتي كيدې۔د اے این پی صوبائی صدر اېمل ولی خان

پېښور 15 اپرېل (اے پي پي)د عوامی نېشنل ګوند (اے این پی) صوبائی صدر ایمل ولی خان وئيلي دي د پېښور پوهنتون د اوږدې مودي په بندولو تشوېش لرو،په دې مسئله مونږ نور خاموش نه شو پاتي كيدې۔ده ووئيل احتجاج كونكو استاذانو ، زدكونكو او ملازمانو نمائندګانو سره په يو دوه ورځو كښې مشاورت كولو سره به عوامی نېشنل ګوند په عملی توګه میدان ته راتللو سره د ماشومانو د سباؤن تحفظ باوري كوي۔