د سينيټ ډپټي چيئرمين مرزا خان آفريدي او نګران صوبائي وزير حاجي منظور آفريدي د حاجي فضل الهي د مشر ورور په مړينه غمرازي

پېښور14 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان د سېنېټ دوهم چيئرمېن مرزا خان آفريدي او د خېبرپښتونخوا د ایکسائز او د نشه يي توكو د كنټرول نګران وزير حاجي منظور خان آفريدې د حيات آباد فېز 2 ته لاړل او د صوبې د آبپاشي نګران وزير حاجي فضل الهي سره يۍ د مشر ورور په مړينه غمرازي وكړه۔ دوئي شېبه ګھړۍ دغلته پاتې شول او د اروښاد ځامنو احمد فهيم ٬ سلطان روم ٬ فضل واحد او احمد نديم سره يۍ خواخوږي ښكاره كولو سره د ارواښاد روح ته ثواب رسولو له فاتحه خواني وكړه۔ دوئي دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې ورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔