پشاور۔14اپریل (اے پی پی) د صوبائي سرښار پېښور مال منډي سيمې ته نزدې په رنګ روډ د دوؤ کنټېنرونو ترمينځ د ټکر له امله اور لګېدلى چې له امله يې يو تن مړ شوے اؤ دوه نور ژوبل شوي دي۔ د رېسكيو د چارواکو وينا ده چې اور وژونکو په بشپړ ډول په اور قابو موندلے دے۔ دوئي وئيلي چې په پېښه كښې د حق رسېدلي مړې او ژوبل شوي كسان د رېكوري ويكل د لارې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔