د اسمبلۍ په موده تر سره كېدو به ټول ټاكنې كېږي۔د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير مولانا عبدالواسع

كوئټه 13اپرېل(اے پی پی)د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير مولانا عبدالواسع وئيلي دي د اشمبلۍ موده په تر سره كېدو به ټول ټاكنې كېږي او تر څو د بلوچستان او سندھ اسبلو آئيني موده پوره كړې نه وي ٬ مونږ دا ګڼو چې ټولې ادارې پخپل حدود دننه كار وكړي ٬ كه چرې ټولې ادارې د يو بل په چارو كښې مداخلت كوي نو د دې ښې نتيجې نشي رامخې ته كېدې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د روژه ماتي مېلمستياﺀ ته د وېنا كولو په مهال كړي۔د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير ووئېل د جمعيت علماﺀ اسلام دريځ هم دا دے چې اوس هم سياسي ګوندونه او د ټولو ادارو مشران د هېواد حالات ښه كولو او د پارليمان قوي كولو له خپل ځانګړے كردار ادا كړي ځكه چې په دې كښې زمونږ د ټولو بهتري ده او دا د هېواد ګټه ده۔ده ووئيل د وړوكې اختر نه پس به د بلوچستان د ټولو ضلعو دورې كوم او د ګوند فعاليت لپاره به د ټولو تنظيمونو عهديدار او كاركنان به په اعتماد كښې اخلو ځكه چې پنځه مياشتې پس به ټاكنې كېږي