تيونس 13اپرېل(اے پی پی)د تيونس او سوريې دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو بحالۍ لپاره د خپلو سفارتخانو بيا پرانستلو پريكړه كړې ۔د چين خبري اژانس له مخې د تيونس خارجه وزارت په يو بيان كښې وئېلي دي د صدر قيس سعيد لخوا په سوريه كښې د تيونس سفير د تقررۍ د اقدام نه پس٬د سوريې ډلې هم د تقررۍ منظوري وركړې ۔ده ووئيل سوريې په تيونس كښې د خپلو سفارتخانو بيا پرانستلو او په سمدستي توګه د يو سفير نامزد كولو پريكړه كړې ۔د دې نه پس د دواړو هېوادونو خارجه وزيرانو د تيونس او سوريې اړيكې بحالولو لپاره د مشاورت او همغږي جاري ساتلو ته اتفاق كړے ۔د يادونې وړ ده تيونس په سوريه كښې د كورنۍ جګړې پېل كېدو نه پس فروري 2012 كښې د سوريې سره خپلې سفارتي اړيكې منقطع كړې وې