پينډۍ 13 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان هوشاب سيمه كښې د امنيتي ځواكونو په انټیلی جینس بېسډ اډانه عملياتو كښې درې ترهه ګر وژلې دي۔د آئی اېس پی آر له مخې د سيمي پرله پسې څارنې له امله د ترهه ګرو ژالي په نخښه كړې كېږي۔ امنيتي ځواكونه د چورلكي د لاري د ترهه ګرو ژالو ته رسيدلې۔په دې مهال د ترهه ګرو د تښتيدلو ټولي لاري بندې كړې شوي او ناكه بندي شوي وه۔د امنيتي ځواكونو په رسيدو ترهه ګرو ډزي وكړې ۔دغسې په يو بل ډزو كښې درې ترهه ګر وژلې شوي۔په دې مهال د ترهه ګرو څخه په لوي مقدار وسله او نور توكي برآمد كړے شوي۔ياد دې وي امنيتي ځواكونه د بلوچستان امن، استحکام او پرمختګ ته زيان د رسونكو هڅي شنډولو له لوظي دي