په خيبرپښتونخوا كښې د اپريل 14 مې نيټې څخه 5 ورځنې پوليو كمپائن پيل كيږي٬ پوليو ايمرجنسي آپريشن سنټر

پېښور۔13اپریل (اے پی پی) په خېبرپښتونخوا كښې د اپرېل 14 مې نېټې څخه 5 ورځنې پوليو كمپائن پېل كېږي په كوم كښې به چې په بنو او ډي آئي خان ډويژنونو، پېښور، نوښار، سوات، د افغان کډوالو په کيمپونو او د پاکستان په مخصوصو لوړ خطر لرونکو يونين کونسلونو کښې له 5 كاله څخه كم عمر لرونكو 31 لكه څخه زياتو كوچنيانو ته د پوليو مخنيوي وېكسين وركولې شي۔ د پوليس اېمرجنسي آپرېشن سنټر چارواكو له مخې د دې كمپائن په مهال به بنوں او ډي آئي خان ډويژن كښې 5 كاله څخه د كم عمر 10 لكه ماشومانو ته پوليو څاڅكي وركړې شي۔ دغسې 17 لكه څخه زياتو ماشومانو ته په پېښور ٬نوښار او سوات كښې او 71688 ماشومانو ته به د افغان كډوالو په كېمپونو كښې پوليو قطرې وركولې شي۔ دې سره سره په پاك افغان پوله پرتو يونين كونسلونو كښی د افغان كډوالو په كېمپونو كښې 5 كاله څخه كم عمر لرونكو 192,173 ماشومانو ته به د پوليو مخنيوي وېكسين وركړے شي۔ پوليو كمپائن لپاره د تربيه كړې شوي پوليو وركرز 14,604 ډلې او د دوئي فول پروف سېكېورټي باوري كولو له 25,957 سېکېورټی اهلكار تعينات كړې شوي دي۔