د ګوند لارښود٬عهديدار او كاركنان دې د حلقه بنديو لپاره د ټولو كاروائيو برخه وګرځي ۔ اېمل ولي خان

پېښور 12 اپرېل (اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي (اے اېن پي)صوبائي صدر ايمل ولي خان د ګوند مشرانو٬عهديدارو او كاركنانو ته وئېلي دي چې هغوي د حلقه بنديو لپاره د ټولو كاروائيو برخه وګرځي۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې د اے اېن پي صوبائي صدر ايمل ولي خان وئېلي دي الېكشن كمېشن د قامي او صوبائي اسمبلو په حلقه بنديو كار پېل كوي ۔ځكه اے اېن پي د خېبرپښتونخوا لارښودو٬عهديدارو او كاركنانو ته سپارښتنه كوي چې د حلقه بنديو لپاره د ټولو كاروائيو برخه وګرځي او ورسره د ووټرز اندراج ته هم خاص پام لرنه وكړي ۔ دغسې د عوامي نېشنل پارټي لارښودې او د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې شګفته ملك د ايمل ولي خان دا بيان مهم ګرځولو سره وئېلي دي هر يو كس له په ووټرلسټ كښې د خپلې نامې اندراج باوري كول پكار دي