پیښور 12 اپرېل (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا د صنعت٬حرفت او فني تعليم نګران صوبائي وزير محمد عدنان جليل وئېلي دي د پاكستان او تركمانستان ترمينځه مذهبي٬كلتوري رشتو نه علاوه په تاريخي اعتبار سره مهمې اړيكې قائم دي او د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او كلتور هلو ځلو ودې څخه دا اړيكې لا قوي كېدې شي۔ د تركمانستان سفير عطا جان مولا مود سره ملاقات كړے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه په پاكستان كښې د تركمانستان سفير عطا جان مولا مود سره د ملاقات په مهال كړې٬نګران صوبائي وزير د تركمانستان سفير سره د شريكې خوښې په نور چارو هم د خيالاتو څرګندونه كړی او په خاص توګه د دواړو هېوادونو ترمينځه په تجارتي څانګه كښې د ودې په اړه ئې په ځينو اړخونو بحث هم شوے