د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د پړانګ بابا خيل چارسده دوره٬د نګران وزيراعلٰی اعظم خان وراره په مړينه ئې لاس نيوه وكړه

پیښور11اپرېل(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د نهې په ورځ د پرانګ بابا خيل چارسده دوره كړې ٬ ده د نګران وزيراعلٰی اعظم خان وراره عمر شهزاد خان په مړينه غمرازي ښكاره كرې او لاس نيوه ئې كړې ۔ګورنر د نګران وزيراعلٰی او غم جنې كورنۍ نورو كسانو سره هم د غمرازۍ څرګندونه كولو سره د حق رسېدلي لوړو درجو او د غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔د نګران وزيراعلٰی خاص مرستيال ملك مهر الهي٬شيراز اكرم باچا او پخوانے داخله سېكرټري اختر علي شاه هم د ګورنر سره وؤ