پېښور۔11 اپرېل (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا د خزانې وزارت سركاري ملازمينو ته د اختر نه مخكښې تنخوا وركولو څخه معذرت كړے دے۔ د خزانې محکمي د مالي مشکلاتو په اړه چيف سيکرټري ته تفصيلي نوټ استولے دے په کوم کښي چي د ټولو مصاريفو او آمدن تفصيلات بيان كړې شوي دي٬ د صوبې په اكاؤنټ كښې 13 اربه روپۍ موجود دي او د تنخاګانو په مد كښې 45 اربه روپۍ ادا كول دي٬ د اپرېل په مياشت كښې هيله ده چې د وفاقي حكومت لخوا 20 نه تر 25 اربه روپۍ ترلاسه شي۔ په سركاري دستاوېز كښې وئيلې شوي دي چې د خزانې محكمه د تنخاګانو او پنش ادا كولو په پوزيشن كښې نه ده٬ د راروانې مياشتې په پېل كښې دې د تنخا جاري كولو اجازه راكړې شي۔ د دستاویز له مخې د اوړو په مد كښې 20 اربه ٬ ضروري خذماتو لپاره روغتونونو ته 3 اربه څخه زياتې ٬ صحت كارډ لپاره 1 ارب او مفت نصابي كتابونو له 1 ارب 30 كروړه روپۍ هم ادا كول دي۔