تورغر 10اپرېل(اے پی پی)د صوبائي حكومت احكاماتو له مخې د هېډكوارټر اسسټنټ كمشنر حسرت خان نن د يوټېلټي سټور شيګئي او رمضان سيلز پوائنټس دوره وكړه چې د لارې ئې د خوراك څيزونو د شتون او په رعائتي بيعه اولس ته د وركولو جاج واغستلے شو ۔دې سره سره د روژې مياشتې د وړيا اوړو وركولو د سيلز پوائنټ دوره ئې هم وكړه ٬ ياد دې وي جې هره ورځ د تورغر ضلعې يادې سيمې 870 مستحقو كورنيو له د وړيا اوړو وركولو عمل روان دے