تهران 10اپرېل(اے پی پی)د ايران تكنيكي پلاوي به سعودي عرب كښې د سفارتخانې بيا پرانستلو تيارو لپاره(نن)د نهې په ورح رياض ته ورسي۔د سعودي خبري اژانس د ايران خبري ادارې تسنيم په اړه وئېلي دي يو ايراني تكنيكي پلاوې به په سعودي عرب كښې د سفارتخانې بيا پرانستلو تيارۍ لپاره(نن)رياض ته ځي۔د دې څخه وړاندې د سعودي تكنيكي ډله په ايران كښې د سعودي سفارت بيا پرانستلو په طريقه كار د خبرو اترو په لړ كښې د خالي په ورځ پايه تخت تهران ته رسېدلې وه۔د دې څخه څو ورځې وړاندې د سعودي عرب او ايران ترمينځه د چين په ثالثي كښې د اړيكو بحالۍ لوظ نامه شوې وه چې له مخې ئې دواړو هېوادونو د يو بل په هېوادونو كښې خپل سفيران تعينات كول دي