بركينافاسو كښې د ترهه ګرو بريد٬ 44 كسه ووژل شول

اواګادوګو 10اپرېل(اے پی پی)بركينا فاسو كښې د ترهه ګرو په بريد كښې 44 كسان وژلې شوي۔د تركيې خبري اژانس له مخې د بركينا فاسو په شمال كښې نامعلومو وسله والو په كوراكو او ټون ډوبي سيمو بريد كړے چې له امله يې 44 كسه مړه شوي خو تراوسه د پیښې ذمه واري كومې ډلې قبوله كړی نه ده۔د يادونې وړ ده د سركاري شمېرو له مخې د كال 2015 نه تر دسمبر 2021 تراوسه د 600 امنيتي اهلكارو پشمول 2 زره كسه مړه او 20 لكه پخپلو كورونو پرېښودلو مجبور شوي دي