ګلګت 10اپرېل(اے پی پی) د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد په كوئټه كښې د بمي چاودنو په سختو ټكو غندنه او په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔وزيراعلٰی د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔وزيراعلٰی خالد خورشيد ووئېل قام او امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي له لويې قربانۍ وركړي۔ځكه د ترهه ګرو بزدلانه كاروائۍ د قام حوصلې نشي كمزورې كولې او قام د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې د خپلو ټولو سلامتيا ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دے