پېښور10اپرېل(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي( اے اېن پي) د هېواد په اوسني صورتحال د مئي په درېمه نېټه كال 2023 اسلام آباد كښې د آل پارټيز كنفرنس رابللو اعلان كړے ۔د اے اېن پي سينئر مركزي نائب صدر او د قامي اسمبلۍ غړي امير حېدر خان هوتي وئېلي دي د مركزي صدر اسفنديار ولي خان په سپارښتنه او مشرۍ كښې عوامي نېشنل پارټي د مئي په 3مه نېټه كال 2023 په مهال په اسلام آباد كښې د آل پارټيز كنفرنس رابللو پريكړه كړې ۔د اے پي سي وړومبۍ مركزي مجلس عمله غونډه به د مئي په دوهمه نېټه اسلام آباد كښې كېږي۔ده ووئيل د اے پي سي لپاره د سېكرټري جنرل ميا افتخار حسېن په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړې شوې كومه به چې د ټولو سياسي ګوندونو او مختلف مكتبه فكر خلقو ته په اے پي سي كښې د ګډون كولو بلنه وركوي