د ترهه ګرۍ ختمولو ته صوبائي حكومت پام لرنه كوي ۔ د كوئټه په قندهاري بازار د چاودنې غندنه ٬ مير ضياﺀ الله لانګو

كوئټه 10اپرېل(اے پی پی)د بلوچستان صوبائي داخله وزير مير ضياﺀالله لانګو د كوئټې په قندهاري بازار كښې د چاودنې په سختو ټكو غندنه كړې او وئېلې يې دي چې دا ډول بريدونه د قام حوصلې كمزورې كولې نه شي۔د ګل په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل د ترهه ګرۍ ختمولو ته صوبائي حكومت پام لرنه كوي ۔ ده چارواكو ته سبارښتنه وكړه چې په داخلي او خارجي لارو سنيپ چيكنګ كوئ ٬صوبائي داخله وزير ووئيل ترهه ګر عناصر به ډېر زر ختم كړے شي۔ترهه ګر او سهولت كارو ته به سخته سزا وركولې شي۔په دې مهال ده د شهيدانو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه