پېښور 10اپرېل(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د نګران وزيراعلٰی په غېر موجودګۍ كښې د كابينې غونډې مشرۍ لپاره نګران وزير مسعود شاه نامزد كړے ۔د يوې اعلاميې له مخې ګورنر د اسټېبلشمنټ نګران وزير مسعود شاه د غونډې مشرۍ كولو باقاعده منظوري وركړه۔د يادونې وړ ده د خېبرپښتونخوا نګران كابينې غونډه تېره ورځ وشوه ۔دغسې نګران وزيراعلٰی د ذاتي مصروفيات له امله د غونډې مشري ونه كړی شوه