
پېښور ۔9اپرېل(اے پی پی) د زرعي پوهنتون پېښور وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر جهان بخت په مشرۍ كښې پلاوي د اتوار په ورځ د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې ډاكټر عظمت علي مومند او وحيد الله خان هم شامل وو۔ په ملاقات كښې وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر جهان بحت حاجي غلام علي سره پوهنتون ته په پېښو مالي ستونزو او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وكړې۔