پېښور ۔8 اپرېل(اے پی پی) د پاکستان تحریک انصاف خېبر پښتونخوا د سوشل میډیا ډلې آپرېشن هېډ بلال احمد خان خپل منصب څخه استعفی وركړې ده۔ په جاري شوي ويډيو بيان كښې هغه خپلې چوكۍ څخه د مستعفي كېدو اعلان وكړو۔ ده ووئيل دا استعفی زه د خپل ذاتي او كاروباري مصروفيت په سبب وركوم۔ ده ووئيل كه ما غلطۍ سره په فېس بك كوم پوسټونه لګولې وي نو په هغې معافي غواړم۔ ده ووئيل سباؤن كښې به د پاكستان د ادارو په ضد كوم پوسټ نه لګوم۔ په خپل بيان حلقي كښې بلال احمد زياته كړه چې زه د پاك پوځ په شمول د ټولو ادارو قدر كوم او كوم به۔