پېښور ۔6 اپرېل(اے پی پی) د سېنېټر ډاکټر ثانیه نشتر په مشرۍ كښې سېفران لپاره د سېنېټ ذېلي كمېټۍ غونډه په پېښور كښې وشوه۔ په غونډه كښې سېنېټر شمیم آفریدی، د كمېټۍ سېکتر اظهر صدیق، چیف سېکتر چوهدری ندیم اسلم، ایډیشنل چیف سېکتر او د اړوندو څانګو سېكترانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د سېنېټ د ذېلي كمېټو په روانو منصوبو ، ای ټېنډرنګ او په اېن اېم ډیز كښې د جی آئی اېس سسټم په معارفي كولو د اطمينان څرګندونه وكړې شوه۔ په غونډه كښې په نوې ضم شويو ضلعو كښې د غوره آسانيو رسولو او پرمختيائي كارونو له د اجتماعي هڅو په كولو زور راوړلے شو۔ غونډې ته خطاب كښې ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل ما څو څو وارې د خېبر پښتونخوا دور كړې ما مشاهده كړی چې ټولې محكمې په غوره ډول خپل كار كوي او د نورو صوبو په مقابله كښې دلته ګورننس زيات ښه دے۔ دې د روغتيا او زده كړو په څانګو كښې د بائیو مېټرک سسټم لګولو په حاجت زور راوړو دغسې چې اړوندې ادارې د كوم ځنډ نه غېر خپل كار روان وساتلې شي۔ دې خېبر پښتونخوا حكومت ته صوبې او په خاص توګه اېن اېم ډيز لپاره وفاقي حكومت څخه فنډز اخستو كښې د مرستې باور وركړو۔ دې څخه وړاندې چيف سېكتر ندیم اسلم چوهدری د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته په ضم شويو ضلعو كښې د پرمختيائي سكيمونو ٬ مصاريف ٬ مانيټرنګ ٬ تيارۍ او تګلارې په اړه بريفنګ وركړو۔ د سېنېټ غړو د فنډز معامله او د خېبر پښتونخوا حكومت ته د پېښو نورو مسئلو په ترجيحي بنيادونو په سېنېټ كښې د پورته كولو باور وركړو۔