د كاناډا د وزيراعظم لخوا په مسجد اقصی كښې د اسرائيل په بربريت د انديښنې څرګندونه

اوټاوا۔6اپرېل(اے پی پی) د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو په مسجد اقصی کښې د اسراییلو د بربريت په كارروايۍ اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي چې اسرائيلي له به په خپل دريځ كښې بدلون راوستل وي۔ د سعودي خبري اژانس لمخې ده په خپل يو بيان كښې ووئيل د يو نزدې دوست هېواد په حېث مونږ د اسراییلي حكومت په موجود چلند ژوره اندېښنه لرؤ او د اسرائيل په بربريت راته افسوس شوے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په مقبوضه بېت المقدس كښې په مسجد اقصی د اسرائيلي پوځ د بريد د اسلامي نړۍ لخوا سخته غندنه روانه ده۔